د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د دوشنبې په ورځ د ایران او پاکستان څخه ۳۲۰ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۱۵۷۹ تنه کېږي افغانستان ته راغلي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي ۳۸۷ افغان کډوال د کندهار د سپين بولدک دلاري، ۶۳۲ د تورخم دلاري او ۱۰۱ د هلمند د بهرامچې د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
خبرپاڼه ليکي چي دغه افغان کډوال د پاکستان دولت په جبري ډول د خپلي خاوري څخه اخراج کړي دي.
دغه راز په همدې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي همدې ورځ ۲۸۰ افغان کډوال د اسلام کلا او وريښمو د پله دلاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.
دا په داسي حال کي ده، چي د ايران دولت ۷۵۵ تنه افغان کډوال د ايران په يزد ښار کي نيولي او راپور ئې ورکړی، چي ډېر ژر به ئې افغانستان ته اخراج کړي.