ایران ولی ماته نه خوري؟ امان مومند

ایران ولی ماته نه خوري؟
امان مومند
ايران د تېرو لسيزو راهيسي له سختو نړيوالو بنديزونو، سياسي فشارونو او سيمه‌ييزو شخړو سره مخ دی، خو بيا هم د دې هېواد د نظام د نسبي ثبات او د ټولني د نه بشپړې ماتي

پوښتنه د شنونکو لپاره د پام وړ موضوع ګرځېدلې ده. دا مسئله بايد د احساساتي قضاوت پر ځای د سياسي، اقتصادي او ټولنيزو عواملو له مخه وڅېړل سي.
لومړی، ايران يو مرکزي او قوي دولتي جوړښت لري چې د امنيتي او اداري کنټرول لوړه کچه ساتي. دا ډول نظامونه عموماً د بحرانونو پر مهال د نظم د ټينګ ساتلو توان لري. د دولت تر څنګ، امنيتي بنسټونه او موازي ادارې د داخلي ثبات په ټينګښت کې مهم رول لوبوي.
دوهم، ايران د «مقاومت اقتصاد» تګلاره خپله کړې ده، چي موخه يې پر وارداتو د تکيې کمول او د کورني توليد پياوړتيا ده. که څه هم دا تګلاره ټولې اقتصادي ستونزې نه حل کوي، خو د اوږدمهاله بنديزونو پر وړاندې يې د نظام د بقا زمينه برابره کړې ده.

درېيم، د ملي هويت او ايډيالوژۍ عنصر مهم دی. د نظام له خوا د بهرنيو ګواښونو پر وړاندې د «مقاومت» روايت په دوامداره توګه پياوړی سوی، چي په ځانګړو حالاتو کي د ټولني يو شمېر قشرونه د دولت تر شا راټولوي. دا پديده په ډېرو هېوادونو کي د جګړې او فشار پر مهال ليدل کېږي.
څلورم، ايران د ټولنيزو خدمتونو يو نسبي سيستم لري، لکه د سبسایډي ورکول، د انرژۍ بيې کنټرول، او ځيني عامه روغتيايي او تعليمي اسانتياوې. دا خدمات، که څه هم له ستونزو خالي نه دي، خو د ټيټو عايد لرونکو قشرونو لپاره د ژوند دوام ممکن کوي.
پنځم، د معلوماتو کنټرول او رسنيز چاپېريال هم مهم رول لري. په محدودو معلوماتي فضاوو کي د جګړې او بحران انځور د دولت له لوري مديريت کېږي، چي دا کار د عامه ذهن د يووالي او يا لږ تر لږه د ګډوډۍ د کمېدو سبب ګرځي.

سره له دې، دا ادعا چي ايران له هېڅ ډول اقتصادي، ټولنيزو او سياسي ستونزو سره مخ نه دی، له واقعي وضعيت سره سمون نه لري. د بېکارۍ کچه، د اسعارو ارزښت کمېدل، د ځوانانو مهاجرت، او پر حکومت نيوکي هغه واقعيتونه دي چي د بېلابېلو نړيوالو او سيمه‌ييزو راپورونو له مخې ثبت سوي دي.