متحده عربي اماراتو اعلان کړی، چي افغانستان ته ئې د یوې بشري الوتني د لاري ۹۶ ټنه درمل او مهم طبي تجهیزات لېږلي

متحده عربي اماراتو اعلان کړی، چي افغانستان ته ئې د یوې بشري الوتني د لاري ۹۶ ټنه درمل او مهم طبي تجهیزات لېږلي، چي له دې سره به په راتلونکو درو میاشتو کي له ۲۵۰ زرو زیات کسان روغتیایي خدماتو ته لاسرسی پيدا کړي.
دغه مرسته د دوبۍ له ال مکتوم هوايي ډګر څخه استول سوې، چي په کښي د روغتیا نړۍوال سازمان، بې پولي ډاکټرانو او یونیسف توکي شامل دي.
چارواکي وایي، دا مرسته د زیانمنو ټولنو د ملاتړ او د بشري اړتیاوو د پوره کولو له پاره سوې.