بلومبرګ راپور ورکړی، چي په سیمه کي د جګړو د زیاتېدو له امله د عراق د نفتو په تولید کي د پام وړ کمښت راغلی.
د راپور له مخي د دې هیواد د نفتو تولید شاوخوا ۶۰ سلنه راکم سوی دئ.
د خپرو سوو معلوماتو له مخي، د عراق ورځنی د نفتو تولید چي مخکي په لوړه کچه وه، اوس شاوخوا ۱.۷ میلیونه بېرله په ورځ کي راکښته سوي.
کارپوهان وایي که جګړه د نفتو په بډایه سیمو کي دوام وکړي، نو دا به د عراق د نفتو پر تولید او صادراتو لا ډېر اغېز وکړي او د نړۍ د نفتو په بازار کي به د لا زیاتو بدلونونو لامل سي.