د ایران د خبرګانو مجلس د یوې بیړنۍ ناستي پرمهال مجتبی خامنه‌ای، چي د پخواني مشر علي خامنه‌ای زوی

د ایران د خبرګانو مجلس د یوې بیړنۍ ناستي پرمهال مجتبی خامنه‌ای، چي د پخواني مشر علي خامنه‌ای زوی دئ، د ايران دریم مذهبي رهبر په توګه ټاکلی.
د ايران د خبرګانو مجلس ویلي، د رهبرۍ د خلا د مخنیوي له پاره ئې دا پرېکړه د خپلو غړو په قاطع رایه او له دقیقو ارزونو او سلا مشورو وروسته کړې ده.
د خبرګانو مجلس په یوې خپرې سوې اعلامیه کي یادونه کړې، چي دا پریکړه له هغه وروسته سوې، چي د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کي علي خامنه‌ای په تهران کي ووژل سو.

اسرائیلو هم تر دې وړاندي خبرداری ورکړی و، چي د علي خامنه‌ای د ځای ناستي څارنه به کوي.