د پاکستان د پوځ خلاف ډلي تحريک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي) په تازه نشر سوې اعلاميه کي ويلي

د پاکستان د پوځ خلاف ډلي تحريک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي) په تازه نشر سوې اعلاميه کي ويلي، چي د پاکستان د پوځ په مقابل کي ئې د خيبر په نوم پسرلني عمليات پيلوي.
په اعلاميه کي ويل سوي، چي دغه عمليات ئې د خپل مشر په امر پيلوي او د پاکستان پوځ خلاف به ئې مبارزه جاري وي.
بايد وويل سي، چي تېرکال تحريک ط..البان پاکستان د الخندق په نوم عمليات وکړل، چي په وينا ئې ياد عمليات بريالي وو.