تر اور لاندي ایران کي قومي جبهې ولي ماتي سوې؟

تر اور لاندي ایران کي قومي جبهې ولي ماتي سوې؟
ليکوال: پيمان صالحي
سرچينه: د کرېډل

د امريکا او اسرائيل جګړې دا هدف درلود چي ايران د قومي کرښو پر بنسټ سره ووېشي. خو د جګړې لومړنی پړاو ښيي چي واشنګټن يو مهم واقعيت ناسم درک کړی و: قومي تنوع تل د کمزورۍ معنا نه لري.
کله چي جګړه له لويو او متنوع هېوادونو سره پېښېږي، بهرني شنونکي اکثره ګومان کوي چي دوامداره پوځي فشار به بالاخره د هېواد دننه اختلافونه را برسېره کړي. د ايران پر ضد د امريکا او اسرائيل له بريدونو وروسته هم ورته اټکلونه د رسنيو او سياسي شننو په بحثونو کي مطرح سول.
ډېرو شنونکو اټکل کاوه چي دا جګړه ښايي د ايران قومي درزونه فعاله کړي، په ځانګړي ډول د هېواد په لوېديځو سيمو کي چي هلته کردان د عراق سرحد ته نژدې ژوند کوي او ځيني مخالفې وسلوالي ډلي هم فعاليت لري.

خو تر اوسه د ايران دننه پېښو دا اټکلونه رد کړي دي. د وېش د رامنځته کولو پر ځای، بريدونو د هېواد په ډېرو برخو کي د ملي يووالي احساس پياوړی کړی دی، حتی په هغو سيمو کي چي بهرني شنونکي يې اکثره د بېلتون غوښتنې له پلوه حساس بولي.
د ايران قومي جوړښت له ډېر وخت راهيسي په يوه ډېر ساده چوکاټ کي تفسير سوی دی. ايران يو بشپړ يو شان ملت نه دی. په دې هېواد کي د آذري، کرد، عرب، بلوچ او ترکمن لویې ټولني ژوند کوي، او په ځينو ولايتونو کي د اهل سنتو د پام وړ نفوس هم سته.
خو دا تنوع هيڅکله په اتومات ډول د بېلتون غوښتني سبب نه ده ګرځېدلي. قومي هويت او ملي هويت په ايران کي يو له بل سره په پېچلو بڼو تړلي دي.

د بېلګې په ډول آذريان له اوږدې مودې راهيسي د هېواد په سياسي او پوځي جوړښت کي مهم رول لري. په کرد مېشتو سيمو کي که څه هم کله ناکله کړکېچونه رامنځته سوي، خو بيا هم له مرکزي دولت سره اقتصادي او ټولنيزې اړيکي ساتل سوې دي. حتی د ايران د لوړپوړو مشرانو تر منځ هم د آذري اصل کورنۍ سته.
دا حقيقتونه هغه ساده تحليل پېچلی کوي چي قومي توپيرونه د يو هېواد د کمزورۍ نښه بولي.
خو سره له دې، د جګړې په روان پړاو کي د ايران پر لوېديځو کرد مېشتو سيمو زيات تمرکز ښيي چي ځيني ستراتيژي جوړوونکي لا هم باور لري چي قومي اختلافونه د بحران پر مهال فعالېدای سي. د ځينو معلوماتو له مخي، د جګړې په لومړيو پړاوونو کي شاوخوا پنځمه برخه بريدونه پر همدغو سيمو متمرکز وو.

راپورونه ښيي چي ځيني هدفونه پوليس مرکزونه، سرحدي پوستې او امنيتي تاسيسات وو. دا حالت ښيي چي پلان جوړوونکو ګومان کاوه چي پر دغو سيمو فشار ښايي امنيتي ګډوډي او سياسي وېش رامنځته کړي.
د ځينو کرد مخالفو ډلو راپورونه هم دا اټکل پياوړی کوي. ويل کېږي چي د عراق په کردستان سيمه کي مېشتي ځيني ډلي اعلان کړی چي که جګړه پراخه سي، ښايي عملياتو ته چمتو سي.
په عين وخت کي ايران هم د عراق په شمال کي د دغو ډلو ځيني مرکزونه په نخښه کړي دي. ايراني چارواکو خبرداری ورکړی چي که بېلتون غوښتونکي ډلي له جګړې ګټه پورته کړي، سخت غبرګون به وويني.

خو د وسلوالو ډلو شتون په خپله د يو دوامدار پاڅون معنا نه لري. د ايران کرد ټولنه سياسي پلوه متنوع ده: ملت پال، اصلاح غوښتونکي، مذهبي فعالان او چپ خوځښتونه پکي شامل دي. ډېری خلک که څه هم پر حکومت نيوکي لري، خو د بهرني ملاتړ لرونکي وسلوال حرکتونه په احتياط ګوري.
بهرنی پوځي فشار د هېواد سياسي فضا هم بدلوي. ايران د جګړې پر مهال له اقتصادي ستونزو، بنديزونو او پخوانيو اعتراضونو سره مخ و.
خو بهرنی بريد ډېر وخت د حکومت او ټولني تر منځ اړيکه بدلوي. حتی هغه کسان چي پر حکومت نيوکي کوي، ډېری وخت د کورنيو اختلافونو او بهرني مداخلې تر منځ توپير کوي.

د ميناب په ښار کي د نجونو پر يو ښوونځي بريد د همدې موضوع يو پياوړی سمبول وګرځېد. راپورونه ښيي چي دا پېښه په ايران کي پراخ غبرګون راوپاروه او د نړيوالو قوانينو د احتمالي سرغړوني د څېړني غوښتنه وسوه.
کله چي جګړه د خلکو له نظره د ټولنې پر ضد تاوتريخوالی وګڼل سي، نو سياسي غبرګون ژر بدلېدای سي. دا ډول پېښې اکثره د ملي يووالي احساس پياوړی کوي.
په ايران کي دا احساس د تاريخي حافظې له امله هم پياوړی دی. د ايران او عراق اته کلنه جګړه (۱۹۸۰–۱۹۸۸) لا هم د هېواد په سياسي کلتور کي يوه قوي ګډه خاطره ده.

په هغه جګړه کي د بېلابېلو قومونو او مذهبونو خلک د هېواد د دفاع لپاره راټول سول. دغه ميراث تر اوسه د بهرنيو پوځي فشارونو په اړه د ايرانيانو پر نظر اغېز لري.
کلتوري سمبولونه هم مهم رول لري. د شيعه تاريخ په دود کي د کربلا د جګړې کيسه، چي د امام حسين د مقاومت کيسه بيانوي، لا هم د قربانۍ او مقاومت يو مهم اخلاقي سمبول ګڼل کېږي.
ايراني چارواکو هم اوسنی جګړه د همدې چوکاټ له لاري بيان کړې ده. د ايران د امنيت شورا يوه لوړپوړي چارواکي مخالفو کرد ډلو ته خبرداری ورکړی چي جګړه د بېلتون غوښتنې د فرصت په توګه ونه کاروي.

د هغه په وينا، هغه طرحې چي هدف يې د ايران ټوټه ټوټه کول وو، د جګړې د واقعيتونو له امله تر ډېره ناکامي سوي دي.