د افغانستان د خبريالانو د ملاتړ سازمان (AMSO) په اسلام اباد کي د افغاني خبريالي نيول کېدل د بشريت ضد کړنه بللې ده.
ياد سازمان ويلي، چي د پاکستان پوليسو دغه ښځینه خبرياله د کورنيو د دوو نورو ښځينه غړو سره يو ځای نيولې .
امسو د پاکستان د پوليسو دغه کړنه غندلې او د هغوی څخه ئې غوښتي چي نړۍوالو بشري حقونو ته دي ژمن پاته سي او هغوی دي ژر تر ژره خوشي کړي.
امسو پاکستان د افغان خبريالانو له پاره غير خوندي ځای بللی.