د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان، ویلي چي د حکومت لومړیتوب ئې تل د خلګو د ژوند او اقتصادي وضعیت ښه کول دي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان، ویلي چي د حکومت لومړیتوب ئې تل د خلګو د ژوند او اقتصادي وضعیت ښه کول دي.
نوموړي ويلي، چي د ايران د اقتصادي ملاتړ له پاره ئې نوی پلان جوړ کړی.
هغه ويلي، چي د اقتصادي مقاومت یو ځانګړی پلان تصویب سوی، تر څو د خوراکي توکو، درملو او نورو اساسي اړتیاوي برابري سي او د خلګو ستونزي حل سي.

پزشکیان زیاته کړې، چي د دغه پلان له مخي به د بانکونو د پورونو د ادا کولو موده هم وغځول سي؛ ترڅو سوداګر او شرکتونه له اقتصادي فشار څخه خوندي پاته سي.
هغه همدارنګه وویل چي حکومت به د کورنیو تولیدوونکو ملاتړ وکړي او د اړتیا وړ توکو واردات به اسانه کړي، څو په بازارونو کي د لومړنیو توکو کمښت رامنځ ته نه سي.