تېره شپه د پاکستان پوځ د افغانستان په خوست، کونړ او پکتيکا ولايتونو کي هوايي بريدونه کړي.
ط..البان وايي چي دغه بریدونه د ولسي وګړو پر کورونو سوي، چي له امله ئې په يادو ولايتونو کي ۱۱ کسان وژل سوي او ۱۴ نور ټپيان دي.
په ورته وخت کي د خوست اوسېدونکي د هغي کورنۍ له پاره د عدالت غوښتنه کوي، چي د يوې کورنۍ ۹ غړي ئې وژلي او لس نور ئې ټپيان سوي.
هغوی پر نړۍوالي ټولني ږغ کوي، چي د پاکستان څخه د دغه ولسي وګړو د وژني پوښتنه وکړي.