د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ د چهار شنبې په ورځ ويلي

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ د چهار شنبې په ورځ ويلي، چي د افغانستان دننه د ټي‌ټي‌پي پر پټنځایونو ئې هوايي بریدونو کړي.
د هغه په خبره چي په يادو بريدونو کي ئې د دې ډلي ۲۶ غړي وژلي دي.
هغه ویلي چي دا بریدونه په پاکستان کي د وروستیو امنیتي پېښو او پر امنیتي پوستو د بریدونو په غبرګون کي ترسره سوي دي.

د نوموړي په وینا، د ټي‌ټي‌پي مرکزونه او پټنځایونه په نښه سوي او له منځه وړل سوي دي.
پاکستاني چارواکي وايي، د دغو عملیاتو هدف د امنیتي ګواښونو مخنیوی و.
په ورته وخت کي بيا د ط..البانو د حکومت وياند ويلي، چي پاکستان تېره شپه ډيورنډ فرضي کرښي ته څېرمه په خوست، کونړ او پکتيکا کي د ولسي خلګو پر کورونو بمبار کړی، چي له امله ئې ۱۱ ولسي وګړي وژل سوي او ۱۴ نور ټپيان سوي.