دافغانستان له پاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷ مي کليزي مبارکي ټول افغان ملت

دافغانستان له پاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷ مي کليزي مبارکي ټول افغان ملت ته ويلې ده.
هغه ويلي چي دغي ورځي ئې په کابل کي د خپلواکۍ د ورځي د لمانځلو د ځوانۍ وختونه ور پياد کړي.
د نوموړي په وينا چي د ازادۍ د ورځي په مناسبت په کابل کي د موسيقۍ کنسرټونه، د خلګو خوشحالۍ، روښانه څراغونه او خوندور خواړه ئې تر اوسه پياد دي او له دغو ورځو به ئې د خپلي کورنيو او دوستانو سره خوند اخيستی.

خليلزاد دغه راز په افغانستان کي د سولي او پرمختګ هيله څرګنده کړې ده.