په ملګرو ملتونو کي د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق وايي

په ملګرو ملتونو کي د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق وايي، د افغانستان د خپلواکۍ لمانځل هغه وخت ریښتینی مفهوم پیدا کوي چي د هیواد ټول خلګ له خپلو اساسي حقونو او ازادیو برخمن وي.
فايق د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷ مي کليزي په مناسبت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي:«د یوه هیواد خپلواکي د هغه هيواد د وګړو د ازادۍ څخه پر ته د ازادۍ مفهوم نه ورکوي.»
د زمري ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ د ورځي په نوم یادېږي. ۱۰۷ کاله وړاندي، د ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸مه، غازي امان‌الله خان له بریتانیا سره د راولپنډۍ د تړون له لاسلیک وروسته د افغانستان خپلواکي اعلان کړه.