دهند ځايي چارواکو خبر ورکړی

دهند ځايي چارواکو خبر ورکړی، چي د دې هیواد په شمال‌ختیځ کي د ډبرو سکرو په یوه کان کي د چاودني له امله ۱۸ کسان وژل سوي او اته نور ټپیان سوي دي.
د الجزیرې د راپور له مخي، تر اوسه څرګنده نه ده چي د پېښي پر مهال په کان کي څومره کارګر موجود وو او د دې امکان سته چي ځیني نور کسان به هم تر خاورو لاندي بند پاته وي.
راپور زیاتوي چي ښایي په کان کي د دینامیت کارول د چاودني لامل وي، خو رسمي څېړني لا رواني دي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي ئې دي چي هري کورنۍ ته به ۲۰۰ زره روپۍ مالي مرسته ورکړل سي.