د ننګرهار ط..البانو امنیې قومندانۍ د جمعې په ورځ خبر ورکړی

د ننګرهار ط..البانو امنیې قومندانۍ د جمعې په ورځ خبر ورکړی، چي د دغه ولايت په مومندرې ولسوالۍ کي د يوه موټر د چپه کېدو په پېښه کي يو کس وژل سوی او درې نور ټپيان دي.
د يادي قومندانۍ د خبرپاڼي له مخي، دغه پېښه تېره شپه د مومندرې ولسوالۍ د غزکي کولالي په سیمه کي رامنځ ته سوې ده.
خبرپاڼه ليکي چي د يادي پېښي ټپيان ئې د درملني په موخه روغتون ته انتقال کړي او روغتيايي حالت ئې د ډاډ وړ دئ.