د آلمان رسنيو راپور ورکړی، چي د آلمان دولت ۴۰ افغان کډوال چي په بېلابېلو جرمونو تورن وو، کابل ته اخراج کړي.
په راپور کي ويل سوي، چي دغه افغان کډوال د چهارشنبې په ورځ د لايپزيک هوايي ډګر څخه کابل ته اخراج سوي او په کابل کي ط..البانو ته تسليم سوي.
راپور زیاتوي، چي په دغو کسانو کي يو شمېر کسان د آلمان د زندانونو څخه ميدان هوايي ته انتقال سوي او وروسته اخراج سوي.
راپور ليکي، چي دغه افغان کډوال د جنسي تېري، نشه يي توکو او دې ته ورته نورو درنو جرمونو تورن وو.