د ترکیې د کارګرانو د خوندیتوب او روغتیا شورا وايي، په تېرو دوو کلونو کي په دغه هیواد کي لږ تر لږه ۲۵ افغان کارګران د کار پر مهال مړه سوي دي.
د يادي شورا په وینا، په تازه پېښه کي یو ۲۵ کلن افغان ځوان د سېشنبې په ورځ په یوه کرونده کي مړ سوی دئ.
د راپور له مخي، په ترکیه کي د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کي د کار پر مهال د ۱۷ زره او ۳۶ کارګرانو مړینه ثبت سوې ده.