د اروپايي ټولني د بشري مرستو چارواکې دوروتیا وايي، په افغانستان کي د ښوونځي د عمر نژدې نیمایي ماشومان زدهکړو ته لاسرسی نه لري.
نوموړې وايي، شاوخوا یو میلیون نجوني هم د زدهکړو د محدودیتونو له امله د زده کړو څخه بې برخي دي.
د هغې په خبره، د ښوونځیو لېري والی، خرابي لاري او سخت موسم هم د ماشومانو د زدهکړو پر وړاندي مهم خنډونه دي.
اروپايي ټولنه وايي،د زدهکړو، د ښوونکو د روزني او درسي توکو په برابرولو سره د افغان ماشومانو د زدهکړو ملاتړ کوي.