د ط..البانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله م.جاهد په افغانستان کي د ال.قاعدې د حضور په اړه خپاره سوي راپورونه رد کړي دي

د ط..البانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله م.جاهد په افغانستان کي د ال.قاعدې د حضور په اړه خپاره سوي راپورونه رد کړي دي.
مجاهد ویلي، د افغانستان خاوره د هېڅ هیواد پر ضد نه کارېږي او دلته د بهرنيو ډلو د فعالیت په اړه ادعاوي له شواهدو پرته دي.
نوموړي د ال.قاعدې د فعالیت په اړه وروستي راپورونه تبلیغات بللي دي.

دا څرګندوني وروسته له هغه کېږي چي واشنګټن پوسټ راپور ورکړی و، چي ال.قاعدې په افغانستان کي د سپټمبر د ۱۱ له بریدونو ۲۵ کاله وروسته یو شمېر روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي. په ورته وخت کي د پاکستان حکومت هم ادعا کړې، چي د افغانستان د خاوري څخه ترهګر پاکستان ته راځي او دلته ترهګريز فعاليتونه کوي.