د ايران رسنيو راپور ورکړی، چي د يکشنبې په سهار د ياسوج – اصفهان پر لويه لاره په يوه ترافيکي پېښه کي شپږ افغانان وژل سوي.
په راپور کي ويل سوي، چي دغه افغانان په قاچاقي ډول ايران ته داخل سوي وو، چي په ياده ترافيکي پېښه کي ئې ژوند دلاسه ورکړی.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم ډېری ځوانان د بېکارۍ له امله پر سختو او خطرناکو لارو بهرنيو هيوادونو ته سفر کوي، چي د لاري په اوږدو کي د مرګ د خطر سره مخ کېږي.