د ازادۍ جبهې د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي تېره شپه ئې د فارياب ولايت په مرکز کي د ط..البانو د تلاښۍ پر مرکز بريد کړی.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه بريد پر مهال ئې دوه ط..البان وژلي او يو بل ط..الب ئې ټپي کړی دئ.
تر اوسه ط..البانو د ازادۍ جبهې د دغي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي چي دوې ورځي مخکي هم يادي جبهې په بدخشان او کندز کي د ورته بريدونو ادعا کړې وه.