د ط..البانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم وايي چي ځیني کړۍ هڅه کوي د ط..البانو په منځ کي اختلافات او بې‌باوري رامنځ

د ط..البانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم وايي چي ځیني کړۍ هڅه کوي د ط..البانو په منځ کي اختلافات او بې‌باوري رامنځ ته کړي.
ندیم دا څرګندوني د سې شنبې په ورځ (۲۵ قوس) په کابل کي یوې دیني مدرسې ته د وینا پر مهال کړي.
هغه ويلي د اسلام دښمنان هڅه کوي د ط..البانو نظام خراب کړي.

ندیم پر دې ټینګار وکړ چي باید د بې‌باورۍ او اختلافاتو مخنیوی وسي او د جهادي مدرسو، دیني عالمانو او د ط..البانو د جنګیالیو ملاتړ ته ضرورت سته، څو د اختلافاتو مخه ونیول سي.
نديم په ښکاره ډول د کومي ډلي، هيواد يا شخص نوم نه دئ اخيستی، چي د ط..البانو ترمنځ بې باوري ايجادوی.
همداراز، د ط..البانو مشر م.لا هب.ت‌الله هم خپلو غړو ته سپارښتنه کړې چي له داخلي اختلافاتو ډډه وکړي او یووالي ته اهمیت ورکړي.