د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ويلي

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ويلي، چي د لبنان د پلازمېني بیروت په جنوب کي پر ضاحیه سیمه ئې د نوو هوايي بريدونو امر کړی.
د اسرائیلو لومړي وزير دغه امر پر داسي مهال کړی، چي د دواړو لورو ترمنځ په رسمي ډول اوربند اعلان سوی او وروسته تمدید سوی هم و؛ خو د راپورونو له مخي جګړه په عملي ډول نه ده درېدلې.
د راپورونو له مخي حزب‌الله د اسرائیلو پر پوستو په جنوبي لبنان کي د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو ته دوام ورکړی، چي په جواب کي ئې اسرائیلو د حزب‌الله تاسیسات په جنوبي او ختیځ لبنان کي د پرلپسې بريدونو لاندي نيولي دي.