د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چي افغانستان د هغو هیوادونو له ډلي څخه دئ، چي د زیږون پر مهال د میندو د مړیني کچه په کښي لوړه ده.
د دغي ادارې د معلوماتو له مخي، په هرو سل زرو ژوندیو زیږونونو کي نژدې ۶۰۰ میندي خپل ژوند له لاسه ورکوي.
اوچا ټینګار کړی، چي د امیندوارو ښځو له پاره مسلکي روغتیايي خدمتونه، د قابلو او ښځینه روغتیايي کارکوونکو شتون او پر وخت طبي پاملرنه د میندو او نوو زیږېدلو ماشومانو د ژوند ژغورلو له پاره خورا مهم دي.
دغه سازمان زیاته کړې، چي په افغانستان کي د ښځو پر فعالیتونو او کار لګېدلي محدودیتونه د دې لامل سوی، چي ډېری کورنۍ اړینو روغتیايي خدماتو ته په اسانۍ لاسرسی نه لري، په ځانګړي ډول په لرو پرتو سیمو کي ښځي له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د اړتیا پر مهال د مناسبو طبي اسانتیاوو ترلاسه کول ورته ستونزمن سوي دي.
د روغتیايي چارو کارپوهان وايي، چي د میندو د مړیني د کچي راټیټولو له پاره د روغتیايي مرکزونو پیاوړتیا، د ښځینه روغتیايي پرسونل روزنه او د مور او ماشوم د روغتیا پروګرامونو پراختیا اړین ګامونه دي.