د روغتیا نړۍوال سازمان د تنباکو پر ضد د نړۍوالي ورځي په مناسبت په په نشر سوې اعلاميه کي په افغانستان کي د تنباکو د استعمال د لوړي کچي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي ئې دي، چي د افغانستان شاوخوا هر څلورم بالغ وګړی د تنباکو څخه جوړ سوي نشه يي توکي کاروي.
د دې سازمان په اعلامیه کي ټینګار سوی، چي د سګرېټو، نسوارو او نورو ورته موادو کارول د سږو، زړه او خولې د جدي ناروغیو لامل کیږي.
روغتیايي متخصصان وایي، د تنباکو دوامداره استعمال د سرطانونو، د ویني لوړ فشار او تنفسي ستونزو خطر زیاتوي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخي، تنباکو هر کال په نړۍ کي د میلیونونو انسانانو د مړیني سبب ګرځي.