د اسرائیلو پخواني د دفاع وزیر بني گانتس خبرداری ورکړی، چي سره له دې چي اوسنی وضعیت ظاهراً ارام ښکاري

د اسرائیلو پخواني د دفاع وزیر بني گانتس خبرداری ورکړی، چي سره له دې چي اوسنی وضعیت ظاهراً ارام ښکاري، خو اسرائیل به په نژدې راتلونکي کي د زیاتو جګړو او امنیتي ننګونو سره مخ سي.
نوموړي ویلي، اسراییل یوازي هغه وخت پر خپلو دښمنانو بری موندلی سي، چي دننه یو موټي پاته سي او ټینګار ئې کړی، چي همدا «فریب ورکوونکی ارام» به دغه هيواد اړ کړي، چي په څو جبهو کي جګړه روانه وساتي.
ګانتس زیاته کړې، چي احتمالي جګړې به په غزه، لبنان، ایران، سوریه، یهودا او سامره او یمن کي دوام ولري.

دغه څرګندوني پر داسي مهال کېږي، چي که څه هم د تاوتریخوالي د لنډ مهاله کمېدو نښي لیدل کېږي؛ خو د اسرائیلو د جګړو جبهې لا هم فعالي دي. د اسرائیلو او لبنان ترمنځ ۱۰ ورځنی اوربند ډېر نازک بلل سوی او د امریکا په منځګړیتوب د هغه د ټینګښت له پاره خبري رواني دي.