بلومبرګ د ملګرو ملتونو اړوند د سمندري کښتيو نړۍوال سازمان په حواله ويلي، چي په هرمز تنګي کي د بندو پاته سلګونو بېړیو د ایستلو له پاره ياد سازمان چمتووالی نیسي.
د راپورونو له مخي، دا بېړۍ وروسته له هغه په خلیج کي بندي سوي، چي د امریکا او اسرائیلو له لوري پر ایران بریدونه پیل سوه او ورسره د هرمز تنګي د تړل کېدو اعلان هم وسو.
د دغه سازمان سرمنشي آرسنیو دومینیګز ویلي، نړۍواله ټولنه هڅه کوي، چي د دې بحراني وضعیت مخه ونیسي؛ ترڅو سمندري لاري بیرته عادي حالت ته راولي.
د بلومبرګ د راپور له مخي دا اقدام به د نړۍوال تجارت د زیانونو د کمولو او د انرژۍ د لېږد د دوام له پاره مهم وي.