د اسرائیلو پوځ د سې شنبې په ورځ خبر ورکړی، چي د سپاه پاسداران قدس ځواک لوړپوړی غړی رضا خزایي د دغه هيواد د سمندري ځواکونو په برید کي د لبنان په پلازمېنه بیروت ښارکي وژل سوی دئ.
اسرائیلي پوځ وایي، رضا خزایي د قدس ځواک له لوري د حزبالله نظامي ظرفیت د بېرته پیاوړي کولو چاري مخ ته وړلې او د سپاه لبنان د دفتر مشر و.
د دوی په وینا، نوموړی د حزبالله د نظامي ځواک د پیاوړتیا يو مهم ستن ګڼل کېده او د حزبالله او ایران ترمنځ ئې د منځګړي رول هم اجرا کوئ.
اسرائیلي پوځ زیاتوي چي خزایي په لبنان کي د حزبالله د وسلو د تولید د پروګرامونو څارنه هم کوله او د ایران څخه ئې دغه ډلي ته د وسلو انتقال چاري سمبالولې.