د کابل څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي

د کابل څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د يکشنبې په ورځ نامعلومو وسله والو د کابل ښار په ۱۷ مه ناحيه کي يو پخوانی نظامي ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه وژل سوی پخوانی نظامي مجيب الرحمان حضرتي نومېدی او اصلي د پنجشېر ولايت اوسېدونکی و.
تراوسه د دغي پېښي انګېزه نه ده معلومه او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.