د اسرائیلو پوځ ویلي، چي د دغه هیواد د پوځ لوی درستیز ایال زامیر او یو شمېر لوړپوړي پوځي مشران د ایران پر ضد روان پوځي

د اسرائیلو پوځ ویلي، چي د دغه هیواد د پوځ لوی درستیز ایال زامیر او یو شمېر لوړپوړي پوځي مشران د ایران پر ضد روان پوځي عملیات په مستقیم ډول رهبري کوي.
اسرائیلو د دوشنبې په سهار د عملیاتو د خوني د یوه انځور په خپرولو سره ویلي، چي پوځي مشرانو په تېرو څو ساعتونو کي د وضعیت پرله‌پسې ارزونه ترسره کړې او د بریدونو څارنه کوي.
په اعلامیه کی راغلي چي اسرائیلي ځواکونه د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندي په بشپړ بریدیز او دفاعي چمتووالي کي دي.

د اسرائیلو پوځ همداراز ټینګار کړی، چي د هیواد د امنیت پر ضد د هر چا د ګواښ په صورت کي به په ټولو جبهو کي خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.