د ایران رسنیو راپور ورکړی، چي اسرائیلو د ایران پر پلازمېنه تهران، اصفهان، تبریز او د دغه هیواد په یو شمېر لوېدیځو سیمو کي پر ځینو هدفونو هوايي بریدونه ترسره کړي دي.
د راپورونو له مخي، دا بریدونه د بېلابېلو سیمو پر مشخصو ځایونو سوي، خو تر اوسه د دغو پېښو د احتمالي مرګژوبلي او مالي زیانونو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره سوي.
ایراني چارواکو هم تر دې دمه د بریدونو د پایلو او د زیانونو د کچي په تړاو جزئیات نه دي وړاندي کړي.