د اسرائیلو ۱۳ ټلوېزیون راپور ورکړی، چي د واشنګټن او تهران ترمنځ د ډیپلوماټیکو هڅو له ځنډېدو سره هممهاله، د اسرائیلو پوځ او د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) له ایران سره د احتمالي پوځي نښتي له پاره چمتووالی نيولی.
د راپور له مخي د دواړو هیوادونو ترمنځ د خبرو اترو اصلي خنډ د ایران د غني سوو یورانیمو برخلیک دئ. امریکا غواړي دغه زېرمي له منځه یووړل سي او ایران په لیکلي ډول ژمنه وکړي، چي بېرته به د یورانیمو غني کول نه پیلوي؛ خو تهران له خپلي خاوري بهر د دغو زېرمو له لېږدولو سره مخالفت کوي.
په راپور کي ويل سوي، چي د منځګړو له هڅو سره سره، د دواړو هیوادونو ترمنځ په خبرو کي لا هم پرمختګ نه دئ سوی او د پوځي شخړو د بیا پیل د مخنیوي له پاره هم کوم ډاډ نه دی ترلاسه سوی.