د اسرائیلو ۱۴ تلوېزيوني شبکې خبر ورکړی، چي امريکا او اسرائيلو د ايران سره د روانو خبرو اترو په لړ کي د دغه هیواد دوو لوړپوړو چارواکو ته لنډمهاله مصونيت ورکړی دئ.
د معلوماتو له مخي، په دغو چارواکو کي د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي او د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف شامل دي.
ويل کېږي چي دا مصونيت به لږ تر لږه د پنځو ورځو له پاره اعتبار ولري او د خبرو اوسنی پړاو به تر پوښښ لاندي راولي.
تر اوسه پوري د امريکا او اسرائيلو چارواکو په دې اړه رسمي غبرګون نه دئ ښودلی، خو دا راپور په داسي حال کي خپرېږي چي د ايران او امريکا ترمنځ خبري رواني دي.