څراغ تلوېزیون ته سرچينو خبر ورکړی چي همدا اوس په کندهار کي د ط.البانو د مشر ملا هب.ت الله اخندزاده په رهبرۍ

څراغ تلوېزیون ته سرچينو خبر ورکړی چي همدا اوس په کندهار کي د ط.البانو د مشر ملا هب.ت الله اخندزاده په رهبرۍ سره د پاکستان او افغانستان د وروستيو کړکيچونو اړوند یوه بېړنۍ نظامي غونډه جریان لري.
سرچينې څراغ تلوېزیون ته ویلي چي هب.ت الله د ط.البانو پخوانۍ نظامي څهرې را بللي تر څو هغوی ته ډیر واک ورکول سي، او له دې وروسته د ط.البانو نظامي کسان د نظام په مهمو پرېکړو کي رغنده رول ولري.
د سرچينې په خبره چي نور به اوسني وزارتونه په سمبوليک شکل فعاليت مخ ته وړي،او د نظام واک به ټول و پخواني قومندانانو او نظامي کسانو ته ورکول سي.