د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، هیواد ئې د هر ډول احتمالي جګړې له پاره بشپړ چمتو دئ او که ایران پر اسرائیل برید وکړي، جواب به ئې تر پخوا ډېر سخت وي.
د اسرائیل هیوم ورځپاڼي راپور ورکړی، چي د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره هممهاله، د اسرائیلو سیاسي او پوځي مشر د احتمالي پراخو نښتو له پاره چمتووالی نیسي.
راپور زیاتوي، په وروستیو ورځو کي لسګونه امریکايي پوځي د تېلو رسوونکي الوتکي اسرائیلو ته رسېدلې او د دغه هیواد په سویل کي د «اوودا» او «رامون» په هوايي اډو کي ځای پر ځای سوي دي.
د راپور له مخي، اسرائیلي چارواکي هره ورځ امنیتي وضعیت ارزوي او نتانیاهو ټینګار کړی چي که اړتیا پېښه سي، اسرائیل د جګړې د بیا پیل له پاره بشپړ چمتو دئ.
نتانیاهو ایران ته په خبرداري کي ویلي: «که پر موږ برید وکړئ، زموږ جواب به تر پخوا ډېر پیاوړی وي. هغه وخت پای ته رسېدلی چي پر اسرائیل به برید کېدئ او موږ به په څو برابره ځواک جواب نه ورکاوه.»
د اسرائیل د پوځ لوی درستیز هم ویلي، د دغه هیواد پوځیان له ایران سره د هر ډول احتمالي بیا جګړې له پاره په لوړه کچه چمتو دي.