پاکستان چین ته د خرو د غوښي سوداګریز صادرات پیل کړي دي

پاکستان چین ته د خرو د غوښي سوداګریز صادرات پیل کړي دي. راپورونه وایي، د ګوادر له ازادي سوداګریزي سیمي څخه استول سوې د ۲۷ ټنه کنګل سوي غوښي لومړۍ محموله چین ته رسېدلې او بازار ته وړاندي سوې ده.
د صادرونکي شرکت په وینا، ټاکل سوې په راتلونکو میاشتو کي هره میاشت شاوخوا ۴۰ کانټینرونه د خرو غوښي چین ته واستوي.
په ورته وخت کي د پاکستان حکومت ويلي، چي د دغو خرو د پروسس چاري یوازي د ګوادر په ازاده سیمه کي ترسره کېږي او د صادراتو ټول بهیر ئې د اړوندو دولتي ادارو تر څار لاندي ترسره کېږي.