د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو اعلان کړی، چي د دغه هیواد پوځ لا هم په خورا ځواک سره د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد خپلو بریدونو ته دوام ورکوي او په عین وخت کي ئې ټينګار کړی، چي پر حزب الله ډلي به هم فشار زیات کړي.
نتانیاهو د اسرائیل په مرکزي برخه کي د هوايي ځواک په یوې اډه کي د خبرو پر مهال وویل: «موږ لا هم په پیاوړتیا سره د ایران اسلامي جمهوریت په نښه کوو. زموږ پیلوټان د ایران او تهران پر اسمانونو او همدارنګه د لبنان پر فضا حضور لري.»
هغه د حزبالله وروستیو بریدونو ته په اشارې سره زیاته کړه: «حزبالله یوه لویه تېروتنه وکړه کله چي ئې پر موږ برید وکړ.»