د قطر د بهرنيو چارو وزارت وياند ماجد الانصاري پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چي قطر د ايران اسلامي جمهوريت پر ضد عملياتو کي هېڅ برخه نه لري؛ بلکي يوازي د خپل هيواد څخه دفاع کوي.
هغه ويلي: «موږ دا مهال د خپل ځان د دفاع حق کار وو او پر خپل هیواد د اسلامي جمهوریت د بریدونو پر وړاندي د مخنیوي اقدام کوو.»
الانصاري دغه راز ويلي، چي رسنۍ دي د قطر اړوند اطلاعات د قطري باوري سرچينو څخه تر لاسه کړي.
ماجد الانصاري دغه څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي ځینو اسرائيلي رسنیو د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد په تهاجمي کمپاین کي د قطر د ګډون یادونه کړې وه.