د افغانایوک سازمان د امریکا له لوري د افغان کډوالو د احتمالي ایستلو په اړه اندېښنه ښودلې او له امریکايي چارواکو ئې غوښتي، چي د دغو کډوالو د خوندیتوب له پاره د لنډمهاله خوندي پاته کېدو طرحه تصویب کړي.
د دغه سازمان مشر شان وندایور ویلي، د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو اداره پلان لري، چي د نومبر په ۱۶مه یو شمېر افغان کډوال له دغه هیواده وباسي.
په ورته وخت کي، د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو د افغانانو د ایستلو مخالفت کړی او ټینګار ئې کړی، چي ډېرو دغو افغانانو په افغانستان کي د جګړې پر مهال له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې او بېرته ستنېدل ئې ژوند له خطر سره مخ کولای سي.