د افغانستان او پاکستان د ګډي سوداګرۍ خوني رئیس خانجان الکوزی وايي، د تورخم دروازه لا هم د مسافرو د تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ تړلې ده او د دې لاري د بېرته پرانیستل کېدو په اړه خپاره سوي راپورونه سم نه دي.
الکوزي ویلي، د ډیورنډ فرضي کرښي هغې غاړي د خصوصي سکټور استازي او یو شمېر سیاستوال هڅه کوي، چو تورخم بېرته پرانیستل سي، خو تر اوسه ئې هڅي کومي پایلي ته نه دي رسېدلي.
نوموړي زیاته کړې، چي د افغانستان خصوصي سکټور هم له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د پرانیستل کېدو غوښتونکی دئ.
د يادولو وړ ده، چي د تورخم دروازې تړل کېدو له امله د دواړو هیوادونو ترمنځ د مسافرو تګ راتګ او سوداګریز فعالیتونه له ستونزو سره مخ سوي دي.