د ایران د ملي امنیت عالي شورا سکرتر محمدباقر ذوالقدر ویلي، تر هغه وخته پوري، چي امریکا د ایران شپږ شرطونه ونه مني

د ایران د ملي امنیت عالي شورا سکرتر محمدباقر ذوالقدر ویلي، تر هغه وخته پوري، چي امریکا د ایران شپږ شرطونه ونه مني، هرمز تنګی به خلاص نه کړي.
د نوموړي په وینا، د هرمز تنګي د پرانیستلو له پاره باید پر ایران لګېدلي بندیزونه ليري سي، سمندري محاصره پای ته ورسېږي او د جګړې تاوان ورکړل سي.
همداراز ایران غواړي چي د دغه هیواد کنګل سوې شتمنۍ ازاده سي، په لبنان، فلسطین، یمن او عراق کي د جګړې په ګډون په ټولو جبهو کي جګړه پای ته ورسېږي او پر ایران ټول ګواښونه ختم سي.

بايد وويل سي، چي هرمز تنګی د نړۍ د تېلو او سوداګریزو سمندري لېږدونو له مهمو لارو څخه دئ، نو د دغه مسیر تړل کېدل کولای سي پر نړۍوالو بازارونو او د انرژۍ پر بیو اغېز وکړي.