د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان افغان ایوک وايي

د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان افغان ایوک وايي، امریکا ته د انتقال په تمه زرګونه افغانان لا هم د خپلو کډوالۍ دوسیو د راتلونکي په اړه له جدي بې‌باورۍ سره مخ دي.
دغه سازمان ویلي، په قطر کي هغه کمپ چي یو شمېر امریکا ته د تګ په تمه افغانان په کښي مېشت دي، ټاکل سوې د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر په ۳۰مه وتړل سي؛ خو د ډېرو کسانو د انتقال بهیر لا هم بشپړ سوی نه دئ.
د افغان ایوک په وینا، له ۱۷۵ زرو څخه ډېرو افغانانو د امریکا د ځانګړي کډوالۍ ویزې د لومړني تایید پړاو بشپړ کړی، خو د پام وړ شمېر غوښتونکي لا هم د مرکې مرحلي ته نه دي رسېدلي.

په همدې حال کي، په پاکستان کي مېشت یو شمېر افغانان د نیول کېدو او افغانستان ته د ستنولو له اندېښنې سره مخ دي او له امریکايي چارواکو غواړي چي د دوی د کډوالۍ دوسیې ژر وارزوي.
دغه سازمان ادعا کوي چي د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسي تر اوسه د افغان پاسپورټ لرونکو کسانو له پاره د امریکا ځانګړې کډوالۍ ویزه نه ده صادره سوې.