د افغانستان د ازادۍ جبهې په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د شنبې په ماښام ئې د کاپيسا ولايت په مرکز محمود راقي کي د ط..البانو پر يوې پوستې برید کړی، چي له امله ئې ۷ ط..البانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه بريد کي درې ط.. البان وژل سوي او څلور نور ټپيان دي.
تر اوسه ط.. البانو د افغانستان د ازادۍ جبهې د دغي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.