د افغانستان د ازادۍ جبهې په يوه نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي

د افغانستان د ازادۍ جبهې په يوه نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي تېره شپه ئې د کندز ولايت د پنځمي امنيتي حوزي په ساحه کي د ط..البانو پر يوه رنجر موټر بريد کړی دئ.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه بريد کي ئې دوه ط..البان وژلي او يو بل ئې ټپي کړی دئ.
بايد وويل سي، چي تر اوسه پوري ط..البانو د ازادۍ جبهې د دغي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.