د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼي راپور ورکړی، چي د امریکا د دفاع وزارت (پینټاګون) دا مهال پر دې غور کوي، چي تر ۱۰ زرو پوري نور ځمکني ځواکونه منځني ختیځ ته واستوي.
د امریکا د دفاع وزارت چارواکي وایي، دا اقدام د دې له پاره کېږي، چي ډونالډ ټرمپ ته د پوځي انتخابونو کچه لوړه سي، په داسي حال کي چي ډیپلوماتیکي لاري هم ارزول کېږي.
دا راپور په داسي وخت کي خپور سوی، چي ټرمپ اعلان کړی، د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه ئې د لسو ورځو له پاره درولي، څو د خبرو اترو له پاره زمینه برابره سي.