د افغانستان د سولي له پاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د پاکستان وروستي بريدونه غندلي او د پاکستان

د افغانستان د سولي له پاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د پاکستان وروستي بريدونه غندلي او د پاکستان پر دولت ئې ږغ کړی، چي تاوتريخوالی دي کم کړي او د مزاکراتو ميز ته دي کښيني.
خليلزاد ويلي که پاکستان د سولي لار خپله نه کړي نو د‌ جدي غبرګون سره به مخ سي.
د هغه په خبره که پاکستان د سولي خبرو ته حاضر نه سي؛ نو د دواړو هيوادونو ترمنځ به تاوتريخوالي نور هم زيات سي.