وال سټريټ ژورنال د درو امريکايي چارواکو له قوله ليکلي

وال سټريټ ژورنال د درو امريکايي چارواکو له قوله ليکلي، چي امریکا منځني ختیځ ته تازه ۵۰۰ سمندري ځواک او نوي جنګي بېړۍ لېږي.
د يادي ورځپاڼي په حواله چي دغه اقدام امریکا د ايران له خوا په هرمز تنګي کي د بريدونو د زياتوالي له امله کوي.
دغو چارواکو وال‌اسټریټ ژورنال ته تائيد کړې چي USS Tripoli جنګي بېړۍ، چي مخکي په جاپان کي ځای پر ځای وې، اوس له خپلو سرتېرو سره منځني ختیځ ته روانه سوې ده.

په راپور کي ويل سوي چي همدا اوس هم د سمندري ځواکونو یوه برخه په سیمه کي شتون لري او د ايران پر ضد د روانو پوځي عملیاتو ته ملاتړ کوي.