د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن (یکشنبه) په یوه دوستانه سیالۍ کي د ویتنام د فوټسال ملي لوبډلي پر وړاندي لوبېږي.
یاده سیالي د کابل پر وخت د ماپښين په ۲:۳۰ بجو د ویتنام په کوربتوب ترسره کېږي.
ټاکل سوې چي د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ویتنام پر وړاندي دوې دوستانه تمریني لوبي ترسره کړي.
د دې سیالیو موخه د اسیا جام د ملتونو سیالیو ته چمتووالي بلل سوی دئ.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چي د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه دوستانه سیالي به د روان کال د جنوري پر ۲۰مه، د ماښام په ۵:۰۰ بجې ترسره سي.
د فدراسیون په وینا، دا دوستانه لوبي به د تړلو دروازو تر شا او پرته له ژوندۍ تلوېزیوني خپرونو ترسره سي.
د یادوني وړ ده چي د ویتنام پر وړاندي د تمریني کمپ او دوستانه لوبو تر پای وروسته، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به تایلنډ ته سفر وکړي څو هلته هم له دې هیواد سره سیالۍ ترسره کړي.