د امریکا د زلزله‌پېژندني ادارې د افغانستان په مرکزي سیمو کي د ۴.۴ درجې په شدت د یوې زلزلې د رامنځ ته کېدو خبر ورکړی

د امریکا د زلزله‌پېژندني ادارې د افغانستان په مرکزي سیمو کي د ۴.۴ درجې په شدت د یوې زلزلې د رامنځ ته کېدو خبر ورکړی دئ.
د یاد مرکز د معلوماتو له مخې، دغه زلزله د يکشنبې په ورځ سهار مهال شاوخوا ۶:۰۰ بجې د فیروزکوه ښار سوېل‌ختیځ ته په ۹۸ کیلومترۍ کي او د ځمکي په ۱۰ کیلومتره ژورتیا کي رامنځ ته سوې ده.
دغه راز په دایکندي کي ځايي اوسېدونکو هم د زلزلې ټکان احساس کړی، خو وایي چي شدت ئې کم و.

تر اوسه د دې زلزلې له امله د ځاني او مالي زیانونو په اړه کوم راپور نه دئ ورکړل سوی.