د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلي مخکښ لوبغاړی راشد خان د هیواد د کورني کرکټ غوره لیګ شپږیزي سیالیو کي د ګډون په موخه

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلي مخکښ لوبغاړی راشد خان د هیواد د کورني کرکټ غوره لیګ شپږیزي سیالیو کي د ګډون په موخه افغانستان ته راستون سوی دئ.
نوموړی به سږکال د سپین‌غر لوبډلي له پاره لوبي وکړي.
د شپږیزي روان پړاو سیالۍ له دوو ورځو راهیسي د خوست په کوربتوب د بند امیر، سپین‌غر، مس عینک، آمو او بُست لوبډلو ترمنځ رواني دي. ټاکل سوې، چي راشد خان به خپله لومړنۍ لوبه د بُست لوبډلي پر وړاندي ترسره کړي، چي مینه‌وال ئې ورته په تمه دي.